به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

دانرژۍ دمنابع پیژندل

سال

: 2020.09.26

ګروه ها

: اقتصاد

قیمت

: 500

تعداد صفات

: 30

کد فایل

: 329

مقطع

: لیسانس

 سریزه: که څه هم افغانستان د طبيعي زيرمو له پلوه يو بډايه هيواد دى او په خپله خاوره ، غرونو ، رغونو ، دښتو او ميرو کې ډول ډول منابع لري چې د هغې په استخراج سره افغانستان د اقتصاد له پلوه په خپلو پښو ودريدلاى شي خو بيا هم د بهرنيو لاسوهنو او د افغانستان د يو شمير کورنيو ځان غوښتونکيو د کړنو له امله افغانستان تر دې دمه د دې موجودو زيرمو څخه کومه د پام وړ ګټه نده پورته کړې .له يوې خوا د افغانستان په ډيرو سيمو کې په غير قانوني توګه او په پټه سره د زيرمو کيدنې روانې دي چې دغه کيندنې د سيمې د قاچاقبرانو يا نورو ملکانو لخوا تر سره کيږي ، د افغانستان معادن په پټه او په ښکاره سره د افغانستان څخه وباسي او په نوره نړۍ کې يې د خاورو او ايرو په قيمت پلوري .د روان ميلادي کال د جون د مياشتې په ديارلسمه نيټه د امريکا د نيويارک ټايميز ورځپاڼې په افغانستان کې موجودو کانونو او طبيعي زيرمو په هکله د امريکا د دفاع وزارت او د ځمکپيژندونکيو د يوې ډلې په حواله يو راپور خپور کړ چې په افغانستان کې د يو تريليون امريکايي ډالرو په ارزښت معادن موجود دي چې لا تر اوسه پورې سپړل شوي او را ايستل شوي ندي .خو له بلې خوا په افغانستان کې شويو څيړنو وښودله چې دغه هيواد شپږ ديرش ټريليونه يعنې زر بيليونه (يو بيليون =زر ميليونه ) مکعب ليتيوم لري نو له همدې امله د پنټاګان په يادښت کې کاږلي دي چې افغانستان د ليتيومو د توليد په برخه کې داسې يو هيواد جوړيدلاى شي لکه څرنګه چې سعودي عربستان د تيلو په برخه کې دى له بلې خوا يو شمير پوهان وايي چې پدې هکله لا د پخوا څخه څيړنې پيل شوى او په (1385.1386 )ميلادي کلونو کې د شوروي اتحاد د بريد پر مهال شورويانو د افغانستان زياتې سيمې کتلې او د معادنو په هکله يې خپل تحقيقات بشپړ کړي وه خو هغه مهال چندان چا پدې معادنو او زيرمو باندې غوږ نه ؤ ګرولې . . همدا راز وويل شول افغانستان د هغه معادنو چې لا د ځمکې په خيټه کې دي او را ايستل شوي ندي درې سوه او ديرش ډوله لري چې څيړلو او را ايستلو ته يې زيات وخت ته اړتيا ده. په افغانستان کې هيڅ داسې يو ولايت نشته چې هلته دې طبيعي زيرمې نه وي ، د افغانستان ټول ولايتونه او هره سيمه يو ځانګړې معدن لري او دغه معادن تر اوسه پورې يواځې د يو څو سيمو څخه چې په غير قانوني توګه را ايستل شوي نور ټول په خوندي توګه پراته دي .يورانيوم چې د اتوم په بم ، زروي وسلو ، د بريښنا په توليد او په الوتکو کې هم کارول کيږي ، په نړۍ کې خورا کم موندل کيږي او ټول هيوادونه کوښښ کوي چې دغه قيمتي ماده په ارزانه بيعه تر لاسه او خپله دفاع يا په بله معنى د نورو هيوادونو د تهديد سامان زيات کړي .يورانيوم د افغانستان د فارياب ولايت د کوهستان په ولسوالۍ کې موجود دي چې اوس يې هم په غير قانوني توګه کيندنې روانې دي ، همدا راز دغه ماده د پامير په لوړو څوکو او د هلمند د خانشين او سنګين په ولسواليو کې پراخې زيرمې لري . د يو رانيومو د پيدا کولو لپاره د کابل د خواجه رواش په غرونو کې هم په نولس سوه او درې اتيا ميلادي کال کې څيړنې او کيندنې پيل او ايستل يې پيل شول ، همدا راز روسانو د هرات او شينډنډ تر منځ د (کوه مير داود) په سيمه کې هم د يورانيومو را ايستل پيل کړي وه.

.

 لړلیک

سريزه    1

انرژي    4

دانرژۍ اهميت  5

دانرژۍ ډولونه    7

الف:بريښنا        8

داوبوبريښنا        8

په افغانستان کې داوبوبريښنابندونه         10

۱ــ دجبل السراج دآبې بریښنا دستګاه      10

۲ــ دچک وردګ دستګاه 11

۳ـ دپلخمرې دبریښنا فابریکه      11

۴ـ دسروبې دبریښنا فابریکه        12

۵ـ دنغلودبریښنا فابریکه 13

۶ـ دماهیپردبریښنا فابریکه          13

۷ـ د درونټي بریښنا فابریکه         14

۸ـ دخان آباد د بریښنا فابریکه     15

۹ـ د کجکې دبريښنا فابریکه       15

دلمرانرژی(solar energy)          16

حراراتې انرژې   20

هستوي انرژي    21

طبعي ګاز          22

د ډبرو سکاره     24

پایله     28

وړانديذونه          29

 

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059